دامریکایانو یرغل پر محال دنظار شورا او شمالی ټلوالی وطن پلورلو کی ونډه


جاوید
دسنبله د میاشتی په نهمه داسلامی جمعیت دپوځی څانګی"دنظارشورا"قومندان احمدشاه مسعوددیارلسم تلین ولمانځل شو،احمدشاه مسعودله نن څخه دیارلس کاله واړندی دتخارولایت دخواجه بهاولدین ولسوالی کی په یوځانمګری بریدکی ووژل شو.
کله چی دامریکایرغلګرپوځ په ۲۰۰۱کال کی پرافغانستان یرغل وکړاوافغانستان یی ترخپل ښکیلاک لاندی راوست،په فرمایشی اوغلامی جرګه کی  نوموړی ته دملی اتل لقب ورکړاوددمړینی ورځ یی ملی ماتم اوعمومی رخصتی اعلان کړه،شنونکی په دی اند دی چی امریکایانودغه امیتاز دشمالی ټلوالی دهغه صادقانه خدمت"دطالبانوپروړاندی اودامریکا یرغلګرپوځ په ننګه ځمکنی پوځی عملیاتو" په بدل کی ورکړی.
دافغانستان پرګنی معمولآدمړودکلیزی په ویرختمونواوخیراتونه لمانځی اودمتوفی لپاره دخیردعاکوی،خوبرعکس دلته په اشغال شوی افغانستان کی
هرکال په دی ورځ کی دشمالی ټلوالی وسلوال په خپلوزغروال وپوځی موټروکی دکابل ښارپه واټونوکی یوعجیب وحشت رامنځ ته کوی،اودکابل ښاراوسیدونکوته ډول،ډول ستونزی جوړوی.دوی هری خواته ډزی کوی اودښارعمومی نظم اخلال وی.
تیرکال همدغووسله والودبرچی دښتی په سیمه کی دوه ځوانان په ډزوووژل اوڅوتنه یی ټپیان کړل خوهیڅ چا یی پوښتنه هم ونکړه ویل کیږی چی دجنرال بسم الله زوی دغه کسان وژلی ول ،سږکال هم دوی یوځوان دخیرخانی په سیمه کی په ټنډه په ګولیووویشت وځای پرځای وواژه،ودیوماشوم په ګډون یی څوتنه سخت ټپیان کړل.
ویل کیژی چی داځوان فریدون نومیده،دفریدون ورورپه ژړه غونی غږرسنیوته وویل چی دده وروردواده دری میاشتی تیری نه وی چی په شهادت ورسید،دفریدون وروردشمالی ټلوالی دلنډغروله ډاره په زرغرده دخپل دورور دقاتلینوپيژنګلوی هم ونکړه.
داپه داسی حال کی ده چی دریم شاه شجاع دملی حاکمیت ،اودقانون دپلی کولوادعا لری،خوله بلی خواه شمالی ټلواله هرکال دربانی دحکومت بیرق په خپلوموټرونوکی لګوی اوپه ښارکی یوعجیب انډوخررامنځ ته کوی؛خواساسی پوښتنه داده چی ولی شمالی ټلواله هرکال په داسی کارولاس پوری کوی؟
لکه ځنګه چی موپه لومړی سرکی وویل شمالی ټلوالی امریکایانوسره دافغانستان په اشغال کی پوره مرسته وکړه،اوددوی دپیاده پوځ رول یی ولوبو،دګری شرون په نامه دCIAجاسوس چی دامریکایی امپریالستانود پوځی یرغل پروخت  دشمالی ټلوالی دنظامی چارودسمون اوددوی دقومندانوترمنځ دهم غږګی لپاره دپنجشیر دری ته تللی وه،په خپل کتاب"دپرزولوعملیات"کی دشمالی ټلوالی اودCIAترمنځ دهمکاری اومرستی په اړه مفصل معلومات ورکړی په دی کتاب کی ګری شرون لیکی چی CIAدشمالی ټلوالی لوړپوړوپوځی قومندانولکه"قسیم فهیم،استادعطا،سیاف........"ته په لکونوډالرورکړی ول ترڅوچی دوی دطالبانوپرواړندی په یومنظم صف کی جګره وکړی،شمالی ټلوالی دامریکادښکیلاک ګرپوځ سره په اصطلاح دکابل په نیولوکی پوره مرسته وکړه،مګرامریکایی امپریالستانو دبن په غونډه کی کرزی له خپل لسټونی راوویست په افغانستان کی یی د دریم شاه شجاع او او دوهم شاه شجاع ببرک په توګه نصب کړ.
 غربی امپریالستانو شمالی ټلوالی ته زعامت ورنکړخوله کومه ځایه چی د"تروریزم"پرخلاف جګړه کی ټول امپریالستی هیوادونه سره یولاس شوی ول نوامریکایی امپریالستانوپه افغانستان کی دغرب اوروسیه ترمنځ دتوازن دساتنی لپاره شمالی ټلوالی"دپوتین متحدانو"ته په پوځی اوملکی اداروکی ترټولوډیرواک ورکړ.چی دبیلګی په ډول دشمالی ټلوالی دهغه څیرونومونه اخلوچی همدا اوس هم دکابل دلاس پوڅی رژیم کی مهم مناصب لری.
۱ دلاس پوڅی رژیم ددفاع وزیر
۲ ددریم شاه شجاع لمړی مرستیال
۳دکورنیوچارووزارت امنیتی معین
۴دکابل ښارامنیه قومندان
۴دکورنیوچاردوزیرددفترریس
۵دولایتونو"میدان وردک،هرات،کندز...."امینه قومندانان
6دکابل دنیمایی حوزوامرین

شمالی ټلواله دغه واک نه دغلا،اختطاف،قاچاق اووژونوکی کاراخلی اوهرکال دسنبلی په نهمه نیټه دخپل پوځی ځواک نمایش ورکوی ،امریکاله یوی خوا حاکم ملیت ”پښتون ” ته زعامت ورکړی خوله بلی خوا یی ملیتی اومذهبی اقلیتونه هم ترخپلووزرونه لاندی نیولی،ترڅودضرورت په وخت کی له دوی څخه دحاکم ملیت دتمردپه صورت کی دهغه پرواړندی کارواخلی.
بنآترڅوچی هیواد دامریکایی یرغلګروترښکیلاک لاندی وی مونږبه دداسی ناخوالوشاهدان یواوهره ورځ به دخپلوعزیزانودغم په ټغرناست یو، ځکه چی غربی امپریالستان دخپلوموخه ته رسیدولپاره تل له مزدرواوهیوادپلورنکوڅیروڅخه کاراخلی ،اوددغه ناورین څخه دخلاصون یوازی اویوازی یوه لاره ده اوهغه دملی، ولسی اوانقلابی مقاومت پیل اود ښکیلاکګر پوځ له خاوری او هیواد څخه ویستل او لاس پوڅي رژیم له منځه وړل دی.

 


jawanan@gmail.com  
www.afghanistanrmy.org