د هیواد په کچه دکډوالی چټک بهیر    


جاوید -   1394/4/4
په لمړی سرکی باید لاندی مفاهیم تعریف کړو.
کډوال (مهاجر) : هغه چاته ویل کیږی چی داقتصادی، سیاسی، مذهبی اونژادی لاملونو له وجه خپل هیواد څخه بل هیواد ته ورځي.
کډوالی (مهاجرت): د خلکو له یو ځای نه بل ځای ته د نامساعده شرایطو لکه فقر، بی کاری، جنګ او سیاسی مسایل، د استوګنی لپاره ورتګ ته کډوالی ویل کیږی.
دکډوالی ‌ډولونه:

کډوالی له بیالابیلو اړخونه څخه د ویشلو وړتیا لری.

کډوالی دسیاسی قلمرو له اړخه:

کورنی کډوالی.

بهرنی کډوالی.

کډوالی د زمان (وقت) له پلوه:

دایمی کډوالی (قطعی کډوالی).

اوږده  کډوالی.

د کډوال له نظره (خوښه) کډوالی:

 اختیاری (په خپله خوښه) کډوالی.

اجباری (په زور) کډوالی.

کډوالی دقانون له اړخه:

قانونی  کډوالی

غیر قانونی  کډوالی

د انسانانو د تعداد له پلوه کډوالی:

 فردی (یوانسان) کډوالی.

جمعی (ډیرشمیرانسانان) کډوالی.

د کډوالی لاملونه:

بی وزلی.

جګړه.

دینی مسایل.

نژادی(توکمیزه) تصفیه.

قتل عام (ټول وژنه).

رادیکالیزم (بنسټ پالنه).

د اقلیم (اوبه او هوا) بدلون.

جغرافیایی موقعیت (جیوپولتیک)

۱. بی وزلی: د پوهانو له نظره د بی وزلی لپاره یو جامع تعریف نشو پيدا کولی ځکه چی په هرهیواد کی د بی وزلی کچه اوبڼه توپیرلری، خوبیا هم ځینی پوهان بی وزلی داسی تعریفوی (هغه ټول لاملونه چی دانسان معقولی اوپرځای غوښتنی محدودیکړی فقر یا بی وزلی بلل کیږی) بی وزلی  له وزګارتیا، بی سوادی، جګړی، د صحی خدماتو نشتون... سر مستقیمه اړیکه لری.  د افغانستان ډیری پرګنی او خلګ د بی وزلی ترلیکی لاندی ژوند کوی، د راپورونه پربنسټ د افغانستان   ۶۰٪ خلک دبی وزلی ترکرښی لاندی ژوند کوی.
دکارنشتون اود اولیه توکو (وړه، غوړی او وریژی) لوړی بیی هغه لاملونه دی چی افغان ولس یی دی ته اړکړی دی چی د خپلی کورنی د ګیډی مړولو لپاره بهرنی هیوادنوته کډوال شی.

۲.جګړه: افغانستان دخپل جیوپولټیک اوجیوستراتیژیک موقعیت له پلوه تل د نړی د سترو زبرځواکونه تر نظر لاندی و، په نولسمه اوشلمه پیړیو کی افغانستان د تزاری روسیه او بریتانیایی امپراطوریو ترمنځ د سیالی په ډګر بدل شوی وه، او دغه دواړو یرغلګرو هیوادنو غوښتل چی افغانستان ترخپل ښکیلاک لاندی راولی.
چی د بریتانیا امپراطوری دری ځله دغه هیواد اشغال کړ، کله چی په دویمه نړیواله جګړه کی د بریتانیا امپراطوری ړنګه شوله، د سړی جګړی په درشل کی سوسیال امپریالیستانو دغه هیواد اشغال کړ او پوره نهه کاله دغه هیواد د سوسیال امپریالستی ځواکونو ترښکیلاک لاندی و د یرغل په دوران کی د افغان پرګنو د شهادت اوټپی کیدو ترڅنګ افغانستان په بشپړه توګه ړنګ شو اوکوم افغانان چی له دغی خونړی جګړی څخه ژوندی پاتی شوی ول د نړی په ګوټ،ګوټ کی ګډوالی ته اړ شول. د ځینیو راپورنو له مخی همدا اوس د نړی په ۹۲هیوادنوکی افغانان د کډوالی شپی او ورځی سبا کوی.
کله چی د سوسیال امپریالیزم ښکیلاک ګر پوځ مات او دهغی لاس پوڅی رژیم هم ړنګ شو، په افغان کډوالو کی دهیواد ته د بیرته راستنیدو هیلی را وټوکیدی خو بدبختانه د جهادی تنظیمو ترمنځ خپل منځی خونړی جګړو اوورسته بیا د طالبانو راتګ نه یواځي افغان کډوالو ته د بیرته راستنیدو فرصت اوموقع ورنکړه بلکه په افغانستان کی د کډوالی دوهمه دوره هم پیل شوه.
کله چی په ۲۰۰۱کال کی د یانکی امپریالیزم په مشری غربی امپریالستی هیوادنو په افغانستان باندی یرغل وکړ په افغانستان کی د کډوالی دریم پړاو هم پیل شو او یوزیات شمیر افغانان د آمریکایی ځواکونو دوحشیانه بریدنو له ویری خپل کور او کلی پریښود او ښارنوته کډه شول په لویوښارنوکی هم د کار نشتون اوبی وزلیو له وجی بهرنیو هیوادنو ته مهاجر شول.
د راپورنو له مخی افغانستان له سوریی، عراق او فلسطین څخه ورسته په نړی کی ترټولو ډیرکډوال لری، چی عمده دلیلونه یی په لمړی سرکی بی وزلی اووروسته بیا جګړه بلل کیږی.
دبی وزلی اوجګړی ترڅنګ ځینی افغان ځوانان د واده د مصارفو پوره کولو لپاره هم بهرنیو هیوادنو ته او په تیره بیا ګاونډیو هیوادنو ته مهاجرت کوی، ځکه چی په افغانستان کی د واده مصارف ډیرلوړ او ملاماتونکی دی.

په بهرنیوهیوادنوکی د افغان کډوالو ستونزی
په هیڅ هیواد کی یو کډوال او مهاجر د هغه هیواد له اصلی تبع ( اصلی اوسیدونکی ) سره برابر نه ګڼل کیږی، خو په ځينی هیوادنو کی له کډوالو سره خورا ناوړه چلند کیږی.
افغانان چی د نړی په ګوټ،ګوټ کی د کډوالی شپي او ورځي سبا کوی په غه هیوادنوکی له ګڼوستونزو څخه سرټکوی، په لمړی سر کی افغان کډوال د نوموړو هیوادنو ته دی رسیدلو لپاره ډول، ډول ستونزی ګالی، اکثراْ کډوال په لاره کی خپل ژوند له لاسه ورکوی یا په سمندرونو کی ډوبیږی او یاهم د وحشی ځناورو خوراک کیږی، ځینی وخت د قاچاقبرانو او یاهم د نوموړی هیواد د سرحدی ځواکونه له خوا په ډیری بی رحمی سره وژل کیږی چی ترټوله تازه بیلګه د فراه ولایت په سرحدی سیمه کی د اخوندی رژيم لخوا دی ۳۰ افغان کډوالو شهادت ته اونغوته(اشاره) کولی شو.
کله چی افغان کډوال د ډیرو ستونزو په ګاللو سره بل هیواد ته ورسیږی، په هغه هیواد کی نه یواځي چی له ستونزو نه خلاصون نه مومی بلکه په نوموړی هیوادنو کی له نورو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږی.
چی د بیلګی په بڼه په ایران، پاکستان او ترکیی هیوادنوکی د افغان کډوالو ستونزو ته یولنډه کنته کوو.
ایران چی د افغانستان په غرب کی پروت دی افغانستان سره اوږده پوله لری اوافغانان له ډیر پخوا څخه دغه هیواد د مهاجرت لپاره تلل، خو کله چی په افغانستان باندی د سوسیال امپریالیزم (نوی تزاری روسیه) ځواکونو نظامی یرغل وکړ یوشمیر افغانان ایران ته کډه شول، په ایران کی افغانان له ګڼوستونزو سره مخامخ دی د ایران آخوندی رژیم په وار، وار سره بی ګناه افغانان په دار ځړولی دی، همدا رنګه د ایران په کرغیړنو زندانو کی زرګونه بی ګناه افغانان بندی دی، له بلی خوا له تیرو دری کلو راهسیی د ایران امنیتی ځواکونه په منظم ډول افغان کډوال سوریه ته استوی چی د بشار اسد د رژیم د بقا لپاره وجنګیږی، تیره میاشت د اهرارشام (اهرام شام یوه جهادی ډله ده چی د بشار اسد په وړاندی جګړه کوی اودغه ډله د عربی هیوادنو له خوا تمویلیږی.) ډلی یووتلی قومندان (الحلبی) د سوریی په حلب ښار کی د الجزیره تلویزیونی شبکی ته ویلی ول چی دوی سره نږدی ۵۰۰ افغانان له تیر یوه کال څخه  را په دی خوا اسیران دی.  اوکه د بشار اسد رژیم دغه اسیران د لبنان حزب الله او یا ایرانی اسیرانو غوندی تبادل نکړی دوی به د دغو اسیرانو محکمه پیل کړی، له بلی خوا تیره اونی د داعش تروریستی ډلی هغه شل افغانان د سوریی په پالمیرا ښار کی په عام محضر کی اعدام کړل چی د سوریی د رژیم لپاره جګړه کوله او د داعش په لاس اسیران شوی ول له بلی خوا  د ایران سینماهم په سیستماتیک ډول د افغانانو پرضد فلمونه جوړوی چی په نوموړو فلمونو کی د افغانانو څيره په کی توره ښودل کیږی.
په پاکستان کی هم د افغان کډوالو ژوند لکه په ایران کی د میشتیو کډوالو غوندی تریخ دی، پاکستانی پوځ او پولیس افغانان په بیلابیلو پلمو ځوروی او پيسی تری اخلی، همدا رنګه د پاکستان حکومت هره میاشت د افغانانو پنډغالی ورانوی چی په پایله کی لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړی چی د بیلګی په بڼه د ذاخیلو او نوشهره پنډغالي نومونه اخستیلی شو.
له بلی خوا پاکستانی پوځ تیره میاشت په زرګونو افغانان په پاکستان کی د هند د استخباراتی شبکی (راو) او د پاکستان د طالبانو تحریک سره د اړیکو په تور نیولی دی.
ترکیه چی د اروپایی هیوادنو ته دتګ دروازه ګڼل کی یوشمیر زیات افغانان د اروپایی هیوادنو ته تګ لپاره باید په لمړی سرکی ترکیه ته ولاړشی ویل کیږی چی افغان کډوال په ترکیه کی هم له سختو کړاونو سره لاس اوګریوان دی، د ځینیو راپورنو له مخی افغان زیارکښان په ترکیه کی هره ورځ دولس ساعته کارکوی، مګر په بدل کی د شپږساعتونه مزد ترلاسه کوی له بلی خوا هروقت داسی راپورنه ورکول کیږی چی په ترکیه کی یو شمیرافغان کډوال د یخنی له وجی خپل ژوند له لاس ورکوی چی تازه پیښه تیره میاشت د ترکیی هیواد دوان په ښار کی د اته افغانانو مرګ ته اشاره کولی شو.
پیلامه (نتیجه ګیری) : لکه څنګه چی مو وویل افغانان هغه مهال کډوالی ته اړشول چی د سوسیال امپریالیزم ځواکونو دغه هیواد ترخپل ښکیلاک لاندی راوست، دجهادی تنظیمونو خپل منځي خونړیو جګړو اورسته بیا د طالبانو راتګ سره د افغانانو د کډوالی دویمه دوره پیل شوه، خوکله چی غربی ښکیلاک ګرو د آمریکا په مشری په افغانستان یرغل وکړ او د یرغل لړی لاهم داوم لری د مظلومو افغانانو د مهاجرت دریم پړاو پیل شو، په تیرو د یارلس کلونو کی په زرګونه افغانان بهرنیو هیوادنو اوپه تیره بیا ګاونډیو هیوادنو ته مهاجرشوی دی خوکله چی د ملی وحشت په نوم سهامی شرکت چی د آمریکا په سفارت کی د جان کری لخوا جوړشو، ورسره جوخت د کډوالی بهیر په افغانستان کی په بی ساری ډول چټک شو، ځکه چی د دغه رژیم د منځ ته راتلو سره سم په افغانستان کی جګړه توده شوه او د بی وزلی او وزګارتیا  کچه تر پخوا ډیره لوړه شوی.
د افغان کډوالو د بد بختی د ختمیدو یواځینی د حل راه هیواد ته د دوی آبرومندانه اوباعزته راستنیدل دی، دا کار ترهغه دمه شونی ندی چی په هیواد کی یو ملی او نوی دموکراتیک حکومت منځ ته رانشی او یو نوی د   مکراتیک  حکومت هغه وخت منځ ته راتللی شی چی، دملی، ولسی اوانقلابی غورځنګ ترقیادت لاندی یرغلګر پوځونه له افغانستان څخه وشړل شی او د دوی لاس پوڅی رژیم هم ړنګ شی.

 

   

جنبش انقلابی جوانان افغانستان
نشانی: www.afghanistanrmy.org
پست الکترونیکی ( ایمیل ) :  jawanaan@gmail.com