د ایران آخوندی رژیم په لاس د افغانستان دبی ګناه زیارکښو وژنه په کلکو ټکو غندو


تیره ورځ د ایران د آخوندی رژیم وحشی عسکرو د افغانستان او ایران په ګډه پوله (د فراه په ولایت کی) پنځه افغان کارګران وژلی، ترشپیتو ډیر یی ټپیان کړی اوکابو شل تنه یی له ځان سره بیولی، په فراه ولایت کی د افغانستان لاس پوڅی رژیم چارواکوهم د  پیښی پخلی کړی دی خو د افغانستان بلواکه او ګوډاګی  رژیم تر اوسه پوری په دی اړه کوم رسمی غبرګون ندی ښودلی، دا په داسی حال کی ده چی په کابل کی دلاس پوڅی رژیم چارواکو(عبدالله عبدالله د ملی یووالی په نوم د سهامی شرکت اجرائیه رئیس) د ایران آخوندی رژیم، شپږدریشمه کلیزه لمانځله په دغه غونډه کی عبدالله دایران رژیم د افغانانو خواخوږی او ورور هیواد وباله، خو له دغی نمایشی غونډی څو شیبی ورسته د ایران آخوندی رژیم خپله کرغیړنه څيره د افغانستان پرګنو ته ښکاره کړه او زمونږ بی ګناه هیواد وال په خپلو وینو کی ولمبول.
دا لمړی ځل نده چی د افغانستان بی وزله اوبی ګناه زیارکښان د ایران د ظالم پوځ له خواه په نښه کیږی، تیرکال هم ایرانی سرحدی ځواکونو په فراه ولایت کی شپاړس کارګران و‌ژلی ول، هغه مهال د ایران مستبد رژیم د افغانستان ولسی وګړی چی دیوی مړی ډوډی دپیداکولو لپاره ایران ته تلل د مخدره توکو قاچاقبران معرفی کړی ول، تیره ورځ هم ایرانی چارواکو ویلی ول چی وژل شوی کسان ټول مسلح  قاچاقبران دی، په افغانستان د آخوندی رژیم رسمی تربیون(دتمدن ټلویزیون)هم د ایرانی ځواکونه په لاس وژل شوی ولسی وګړی وسلوال قاچاقبران معرفی کړل.
په ۲۰۰۱ میلادی کال کی چی د یانکی آمپریالیزم په مشری غربی ښکیلاک ګرو په افغانستان یرغل  وکړ ایرانی رژیم له آمریکایی یرغلګر پوځ سره د افغانستان په اشغال کی پوره، پوره مرسته وکړه آمریکا هم دایران ددغه خاینانه عمل په بدل کی دایران له خواه معرفی شوی لاس پوڅی څيری دواک په ګدی کینولی، د آمریکا په مشری غربی امپریالیزم د ایران آخوندی رژیم ته په افغانستان کی په خلاص لاس د فعالیت اجازه ورکړه، د ایران آخوندی رژیم په تیرو دیارلس کلونو کی د افغانستان په ګوټ ګوټ کی خپل مذهبی او فرهنګی اغیزی وشیندلی، ایرانی رژیم د پلازمینی په ګډون د هیواد په یو شمیر ولایتونو کی د ځينو ځانګړو کړیو په واسطه خپل استخباراتی نفوذ پراخ کړ.
همدارنګه په تیرو دیارلسوکالو کی د ایران رژیم د نړی په کچه له افغان کډوالو سره ترټولو بد چلند وکړ، دوی زمونږ هیواد وال بی له کومی محکمی په دار وځړول، زمونږ په پیغلو او ځانانو یی جنسی تیری وکړی، چی غټه بیلګه یی دتیری میاشتی هغه زړه بوږنوکی فلم دی چی دایران سپاه پاس داران دو افغان ماشومان دی ته اړباستلی ول ترڅو په یو بل جنسی تیری وکړی، د افغانستان لاس پوڅی اوګوډاګی رژیم د خپلو بادارانو په امر دایران د آخوندی رژیم ددغه ناوړه کړنو په مقابل کی چوپه  خوله پاتی شوی دی، له بلی خواه غربی آمپریالستان چی د افغانستان د جوړولو په پلمه یی افغانستان اشغال کړی په تیرو دیارلسو کلونه کی ددغه هیواد وګړوته دکارموندی هیڅ راز زمنیه نده برابره کړی، د لاس پوڅی رژیم د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا په افغانستان څلومیلیونه وګړی بیکاره دی، او افغانستان اوس هم په نړی کی دهغه هیوادنو په سر کی ځای لری چی نورو هیوادنو ته مهاجر استوی. هغه بی وزله کسان چی د یوی مړی ډوډی د پیداکولو لپاره بهرنی هیوادنو ته ځی یا د آخوندی رژیم له خوا وژل کیږی، یا په عربی هیوادنو کی د برده ګانو (مریانو) په بڼه ژوند کوی ویاهم په داروپا په ځنګلونو اوبحرونو کی دوحشی ځناورو طعمه کیږی.
د افغانستان د ځوانانو انقلابی غورځنګ د آخوندی رژیم دا ستر جنایت په کلکو ټکو غندی، او د شهیدانو له کورنیو سره خپله غم رازی اعلانوی، د افغانستان د ځوانانو انقلابی غورځنګ په دی اند دی ترڅو چی زمونږ خپل ګران هیواد افغانستان دغربی آمپریالیستانو له اشغال څخه خلاص نکړو مونږ به تل د دا رنګه خونړیو بریدنو شاهدان یو، یا به مو آمریکایان وژنی (دلوګر ولایت دآب جوش اودپروان ولایت دسیاه ګرد دکلیو خونړی پیښی)  یاهم به دلاس پوڅی رژیم د اردو له خواه وژل کیږو(دهلمند دسنګین او نوازد ولسوالیو خونړی پیښي) ویاهم به د ایرانی رژیم له خواه به په نښه کیږو.
ګرانو هیواد والو دحل لاره یوه لاره ده، اوهغه هم د یو انقلابی قیادت لاندی د ملی او انقلابی مقاومت پیلول ترڅو یرغګر پوځ مات او لاس پوڅی رژیم ړنګ کړو،هغه وخت به مونږ دیو هوسا او باعزته ژوند خاوندان شو او بس.
جاوید۲۴/۱۱/۱۳۹۳

 

جنبش انقلابی جوانان افغانستان
نشانی: www.afghanistanrmy.org
پست الکترونیکی ( ایمیل ) :  jawanaan@gmail.com