د نوزاد ویر


وسلوال پوځ یا اردو په هر هیواد کی د خپل هیواد د استقلال، ارضی تمامیت او ځمکنی بشپړتیا د ساتلو او حفاظت دنده په غاړه لری، که چیری پوځ او اردو انقلابی وی د پورتنیو دندو سربیره دخپلو پرګنو د پت اوعزت د ساتنی، ترڅنک د خپل تاریخی مسئولیت له مخی، د اړتیا په صورت کی د امپریالستی یرغلګرو ځواکونو پروړاندی د نړی د مظلومو اولسونو د ساتنی او دفاع دنده هم په غاړه لری. خو لاس پوڅی او بلواکه پوځونه د یرغلګرو ځواکونو ترڅنک د خپل هیواد د ړنګولو اوهیواد والو د وژلو او ربړولو وظیفه په غاړه لری.
د افغانستان اوسنی لاس پوڅی پوځ یو مزدور اوغلام پوځ دی ځکه چی دا پوځ د آمریکا او اروپایی یرغلګرو ځواکونو لخوا منځ ته راغلی  د افغانستان لاس پوڅي اردو ټول امکانات ( نظامی تاسیسات، سپکی او درنی وسلی زغروال موټرونه، جنګی اوترانسپورتی الوتکی اوحتا پوځی یونفورم) د یانکی امپریالیزم لخوا ورکول کیږی کله چی د یو پوځ ټول نظامی امکانات اوحتا معاش د یو یرغلګر هیواد لخوا برابر شی نوڅنکه داسی یوی اردو ته "ملی اردو" ویلی شو دا اردو نه یوازی چی ملی اردو نه ده بلکه یوه لاس پوڅي او مزدوره اردو ده  نوموړی لاس پوڅی  اردو په تیرو لسو کلونو کی خپل مزدروالی او لاس پوڅیتوب د هیواد په ګوټ ګوټ کی د خپلو بادارانو په مستقیم امر او دستور زمونږ د بی ګناه او مظلومو خلکو په شهادت ورسولو سره ثابت کړی دی. دغی بدنامی او بلواکی اردو زمونږ کور او کلی  بار بار ویجاړ کړی او دی خاوری ریښتینی بچیان یی په شهادت رسولی چی د نمونی لپاره د هلمند ورستی خونړی بریدونه ترڅیړنی لاندی نیسو.
تیره اونی دهلمند ولایت دسنګین ولسوالی د سروان کلا سیمی په ریګی کلی کی د واده په مراسمو باندی دلاس پوڅی رژیم دمزدوری اردو له څلورو پوستو څخه د غرنی هاوان ګولی وویشتل شوی.
د نوموړی خونړی برید په پایله کی ترشپیتو ملکی وګړی ووژل شول اوتراتیا زیات کسان ټپیان شول، ویل کیږی چی برید د محمد اکا په کور ترسره شوی وه په دی برید کی د ناوی په ګډون یوازی د محمداکا د کورنی پنځلس غړی په شهادت رسیدلی ول.
د سنګین د پیښي څخه دوه ورځی ورسته د هلمند ولایت ګرشک ولسوالی باندی د لاس پوڅی پوځ لخوا په یو کور باندی توغندیز برید وشو چی په ترڅ کی د یوی ښځی په ګډون دری تنه و وژل شول.
د سنګین او ګرشګ د غمیزو د شهیدانو وینی لا وچی نه وی چی د نوزاد ناورین را منځ ته شو، دا برید چی بیاهم د لاس پوڅی اردو لخوا ترسره شوی وه د افغانستان د مظلوم اوبی ګناه ولس پنځه تنه عام وګړی په کی ووژل شول.
دا په داسی حال کی ده چی د امریکا په سفارت کی د ملی خیانت په نوم د نوی رژیم له تشکیل نه را په دی خوا د آمریکایی ښکیلاک ګر پوځ له خوا د افغانستان د مظلومو او بی ګناه  پرګنو وژلو او ربړولو پیښو خورا زور اخیستی. چی دبیلګی په ډول د لاندی پیښو یادونه کولای شو.
۱ - د لغمان په ولایت کی دعلیشنګ ولسوالی باندی د امریکایی ښکیلاک ګرو ځواکونو لخوا هوایی برید چی په ترڅ کی شپږ تنه ولسی وګړی په شهادت رسیدلی ول.
۲ – د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالی باندی د یرغلګر پوځ لخوا هوایی برید چی په پایله کی تر لسو ډیر عام اوبی ګناه خلګ وژل شوی ول.
۳ – د پروان ولایت دغوربند ولسوالی دسیاه ګرد په کلی باندی د بی پیلوټه الوتکی خونړی برید چی په ترڅ کی د ښوونځی پنځه زدکونکی په شهادت رسیدلی ول.
۴ – د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالی د آب جوش په کلی باندی هوایی برید چی په پایله کی لس تنه عام وګړی ووژل شول.
  ۵ – د هلمند ولایت د سنګین ولسوالی باندی د لاس پوڅی اردو لخواه توغندیز برید چی په پایله کی د ناوی په ګډون شپیته عام وګړی ووژل شول.
۶ – د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی باندی توغندیز برید چی په پایله کی پنځه تنه ولسی پرګنی په شهادت رسیدلی وی.
دا په داسی حال کی ده چی د ملی خیانت په نوم د سهامی شرکت مشر او د آمریکاجاسوس (اشرف غنی) په یوه خبری غونډه کی له ټولو دینی عالمانو، مدنی ټولونو او رسنیوته اخطار ورکړی چی  په هرحال کی باید له امنیتی ځواکونه څخه ملاتړ وکړی، او د دوی په اړه مثبت تبلیغات وکړی.

ګرانوهیواد والو!
تاسو شاهد یاست چی په تیرو دیارلس کلونو کی زمونږ مظلوم اوبی ګناه ولس د یانکی امپریالستانو په مشری دغربی ښکیلاک ګرو ځواکونو له خوا او د لاس پوڅی اردو په مرسته په بیلابیلو ډولونو ووژل شو څوک یی په حجره کی وواژه اوڅوک یی په کرونده کی، څوک د واده په ورځ شهید شو او څوک هم په هدیره کی په شهادت ورسید.
دوی زمونږ ځوانان شهیدان او زمونږ میندی بوری کړلی دوی زمونږ بچی یتیمان اوښځي کونډی کړلی زمونږ کورنه یی ونړول او زمونږ باغونه او کروندی وسوځولی او که چیری د دوی د ظلمونو په وړاندی همداسی چپه خوله پاتی شو، د ظلم دا ناروا سلسله به همداسی دوام ومومی، نو درنوهیواد والو د حل لاره یوه لاره ده  دیو انقلابی قیادت ترمشری لاندی راغونډیدل اودښکیلاک ګرپوځ شړل او دلاس پوڅی رژیم ړنګول.
جاوید۲۲/۱۰/۱۳۹۳

جنبش انقلابی جوانان افغانستان
نشانی: www.afghanistanrmy.org
پست الکترونیکی ( ایمیل ) :  jawanaan@gmail.com