د سنګین غمیزه


محمداکا د ایمرجنسی روغتون مخامخ  دیوال ترڅنګ په سپیرو خاورو  ناست وه، ډیر ستومانه ښکاریده پرسپینه ږیره یی د خاورو نری پرغز پروت وه  مشهدی لونګی یی ال ول په غاړه یی پرته وه د رغتون مخی ته خورا ډیره ګڼه ګوڼه وه، د ټولو په سترګو کی یو پټ غم لیدل کیده، چی ناڅاپه د روغتون دروازه خلاصه شوه.
څلور نرسانو په لوړ آواز وویل محمد څوک دی؟
محمد اکا په ژغړونی غږ وویل صاحب زه یم.
نرسانو محمد اکا له ځانه سره روغتون ته دننه کړ، د روغتون په انګړ کی د ګلانو په منځ یو کټ ایښي وه دکټ په لیدلو سره یی زړه په ټکان شو، له لږ ځنډ ورسته دوه تنه ډاکټران دروغتون له ودانی را ووتل، یوه شیبه تم شول او بیایی په ټیټ آواز وویل محمد اکا ناوکی دی خپل ژوند تاسوته دروبښه.
د محمد اکا په سترګو توره شپه شوه، اوبی له کوم ځنډه  دکټ په لوری یی منډه کړه د جسد له مخ څخه یی سپین څادر لری کړ، هیڅ یی ونه پیژندله ټول مخ یی سوځیدلی وه، په ټنډه اوټټرباندی یی دهاوان دګولیوپرخچی لګیدلی وی. د محمد اکا پښیی سستی شوی اوپرځمکه راپریوت.
 تیره ورځ د محمد اکا د کشرۍ زوی واده وه ډیر خوشحاله وو د ریګی کلی ټول کلیوال یی رابللی ول محمد اکا په خپله دسیمی ټولو دولتی پوستو او دریګی کلی لپاره د طالب قومندان سره لیدلی ول او دبلنی ترڅنک یی ورته  ویلی و چی سبا دکشرۍ زوی واده ده طالب قومندان د مبارکی ترڅنک ورته دخپل له لوری دپوره ډاډ ورکړی وه.
څلور بجی  کیدونکی وی چی د محمد اکا دانګړ مخی ته ګلپوش موټر ودرید، ناوی او زوم د میلمنوپه تود هرکلی کی له موټره را کوز شول، زوم ځوانانو له ځانه سره بوته د محمد اکا د انګړپه یوه کنج کی ځوانانو برګ اټن اچولی وه په بله برخه کی پیغلوټی نڅیدلی او په خپل منځ کی ټوکی اوټکالی کولی.
هره خواه دخوښی ماحول وه د محمد اکا نوی سپینی جامی اغوستی وی او د ارخچینی خولی په سر یی ابریشیمی لونګی پیچلی وه، اودکلی دسپين ږیروترمنځ ناست وه یو ځوان ورته وویل چی اکا څنګه غلی ناست یی؟ ما خو اوریدیلی ول چی ته ډیرښه آتڼ کوی لکه چی اوس زوړ شوی، محمد اکا موسکی شو اوپه خندا ورته وویل د ملک زو که درپسی پاڅیدم بیابه ځوانی اوزوړتوب درته وښیم! تاغوندی دنباتی غوړیو ځوانان خو اوس هم په یوه لاس چپه کوم که باورنلری میدان ته شه، په دی شیبه کی یوبل سپین ږیری ځوانکی ته په لوړغږ سره وویل د ملک زولکه چی وډار شوی.   ناوی یی دمخ رونی دټولو لپاره بهرته را وباستله ټولی ښځی اوپیغلی په ناوی باندی راټولی شوی، او هر  چا په خپل وس ناوی ته په پلو کی پيسی اچولی  چی ناڅاپه دانګړ له منځه توره لوخړه پورته شوه، هره خوا دچیغو او کریکو آوازنو خپاره شول. په یوه شیبه کی واده په ویربدل شو.
 ټوله حویلی په وینو ولړل شوه، هری خواته دښځو اوماشومانو مړی پراته ول، هره خواه داسی انګولا وه چی تا به ویل چی دقیامت ورځ را پیښه شوی ده، هوکی له کوم څه چی محمد اکا ډاریده همغه پیښه رامنځ ته شوه د نوموړی کور د څلورو دولتی پوستو څخه په غرنی هاوان ویشتل شوی وه.
محمد اکا حیران وچی څه وکړی یوی خواته یی په سرو وینوکی زوی لت پت پروت و، بله خوا دحویلی په منځ کی میرمنه پرته وه، د میرمنی غبرګی پښيی غوڅی شوی وی، کله چی ووغوښتل خپله میرمنه له خاورو وچته کړی چی خپلی ټپی ناوی ننګورته یی پام شو، دناوکی د واده سپینی جامی له نیمایی ډیره برخه سوځيدلی وی په ټپی حالت کی دځان دپټولو کوښښ کاوه، محمد اکا لمړی خپل داوږی څادر پری خپورکړ، او په ټپی حالت کی له خاورواوچته کړه اوپه داسی حال کی چی له سترګویی اوښکی روانی وی د روغتون په لور روان شو.
جاوید۱۴/۱۰/۱۳۹۳

 


jawanan@gmail.com  
www.afghanistanrmy.org