خونړی شپه


تیره شپه دپروان ولایت د غوربند ولسوالی دسیاه ګرد په دره باندی دآمریکایی ښکیلاک ګرځواکونوله خوا هوایی برید وشو،چی ددغه خونړی بریدپه پایله کی دمکتب پنځه زده کونکی په شهادت ورسیدل.
دغوربندپه ولسوالی کی دلاس پوڅی رژیم ولسوال هم ددغه بریدپخلی کړی او ویلی دی چی په برید که وژل شوی کسان ټول ملکیان دی،
له بلی خوا په افغانستان کی دامریکایی اشغالګرځواکونو ویاند، وژل شوی کسان ملکی نه بلکه وسلوال مخالفین بللی دی، داپه داسی حال کی ده چی دسیاه ګرد اوسیدونکو د وژل شویو مړی او دهغو د مکتب اسناد  "د ازموینو د پایلو ورقی"  له ځان سره دسیاه ګرد بازارته داعتراض په ډول راوړی ول، قهریدولو مظاهره کونکو چی دآمریکا ضد شعارونه ورکول دانصاف غوښتنه یی کوله، له بلی خواه دهرځل په څیردیانکی امپریالستانو پروړاندی دافغانستان دپرګنو د قهراوپاڅون دمخ نیوی له پاره دامریکایانومشهورغلام اولاس پوڅی "عبدالستارخواصی" دآمریکایانو په امر سیمه ته لاړترڅوبیا دسیاه ګرد ولسوالی کړیدلی پرګنی وغولوی. او د تیرپه څیر د درغووعدی ورته ورکړی، خواصی په ډیره سپین سترګی سره وویل چی زه به"ستاسی غږترولسمشره رسومه وتاسی ته به دانصاف غوښتنه وکړم."داپه داسی حال کی ده چی تیرکال هم نوموړی دسیاه ګرد د شهیدانوله وارثیونو سره دغسی یوه ژمنه کړی وه . خوهغه ژمنه هیڅکله عملی نشوه."ځکه چی امریکایانوسره دامنیتی (دافغانستان دخرڅلاوتړون) تړون په بنسټ لاس پوڅی رژیم د هیڅ آمریکایی پوځی دمحکمی حق نلری"
په تیرودیارلسوکلونوکی غربی ښکیلاک ګرپوځونوپه سل ګونوځله زمونږکوراوکلی له خاوروسره خاوری کړی دی اوزمونږ په زرګونومیندی اوخویندی دخپلوخواخګو دغم په تغرکینولی دی،اوهر ځل دکابل لاس پوڅی اوبلواکی رژیم دعلامیوپه نشرولوسره دولس په اوراوبه اچولی اودخولی تشی ژمنی ورسره کړی، مګرهیڅکله هم دا ژمنو دعمل جامه نه ده اغوستی داځکه چی هیڅکله هم یونوکراوګوډاګی رژیم له خپل بادارڅخه دی داډول کړونو دپوښتنی توان نلری.
په تیرووختونوکی به دریم شاه شجاع او د CIA جاسوس  له هری حملی ورسته تش په نامه یوه مطبوعاتی خبرپاڼه نشروله اودتمساح اوښکی به یی تویولی ،خومحمداشرف غنی چی له کرزی څخه په غلامی که لس برابره ډیره وړتیاله لری هیڅکله هم په داسی خونړیو پیښوغوږنه خوزه وی اودقربانیانوله کورنیوسره یوه تشه همدردی هم نه ښکاره کوی.
ګرانوهیوادوالو!
په تیرودیارلس کلونوکی تاسی شاهد یاست چی امریکایی یرغلګروځواکونو زمونږکلیواوبانډوته اور ورته کړی، زمونږځوانان یی شهیدان او زمونږ پیغلی بی پته او زمونږمیندی یی بوری کړی، اوترڅوچی داښکیلاک ګرځواک زمونږپه ګران هیواد افغانستان کی شتون ولری زمونږاوتاسی دغم داټغربه همدغسی خوروی، ترڅوچی یرغلګرپوځ له هیواد په زورونه شړواوددوی لاس پوڅی رژیم ړنګ نګړو زمونږاوتاسی داغمیزه به همدغسی دوام ولری.
جاوید
۲۱/۹/۱۳۹۳

 

جنبش انقلابی جوانان افغانستان
نشانی: www.afghanistanrmy.org
پست الکترونیکی ( ایمیل ) :  jawanaan@gmail.com