له هراته تر نجرابه


تیره شپه دکاپیسا ولایت دنجراب ولسوالی ته اړوند یو کلی کی اتو تنو سیمه ییزو پولیسوپه یوی دولس کلنی ماشومی انجلی  ډله یز جنسی تیری کړی، د انجلی پلار او خواخوږیی دخپلی لورته د انصاف غوښتلو له پاره پلازمینی کابل ته راغلی دي، د انجلی پلارپه ژغړونی غږ د رسنیوپه مخ کی وویل که چیری تیری کونکی دخپل اعمالوپه سزا ونه رسیږی دی به ځان اوخپله لور ووژنی، دا په داسی حال کی ده چی تیره اونی هم دهرات په ولایت کی د یو روغتون ساتونکو په یوی شل کلنی انجلی چی له خپلی رنځوری مورسره بستری وه ډله یز جنسی تیری کړی وه.
سیمه ییزپولیس څوک دی اودڅه له لپاره رامنځ ته شوی؟
سیمه ییزپولیس په افغانستان کی خورا ډیراوږد تاریخ لری ویلی کیږی چی په  په لمړی ځل دا ډول پوځ دلیس صفاری په وخت کی د خوارج سره دجګړی لپاره رامنځته شوی وه، د افغانستان په تاریخ سیمه ییز پولیس په لمړی ځل د سوسیال امپریالیستی ښکیلاک ګرځواکونو له خوا رامنځ ته شول کله چی روسی یرغلګرو او د هغو ګوډاګیانو دافغانستان دپرګنو د وسله وال پاڅون په کابوکولو کی پاتی راغلل نو دافغانستان په کلیو اوبانډوکی د ملیشوپه نوم سمیه ییزځواک جوړکړ، ترڅوخپل دولتی واک پراخ اوپه سیمه کی خپل مخالفین له منځه یوسی د روسانو د اشغال په وخت کی د دغومیلشو مشهورقومندانان په لاندی ډول ول.
۱عبدالرشید دوستم (د لاس پوڅی رژیم د ولس مشرلمړی مرستیال  )
۲عصمت مسلم
۳جبارملیشه
هغه وخت دغو ملیشو د روسانو اولاس پوڅی رژیم لپاره د افغانستان د پرګنو په وړاندی د پیسو په بدل کی جګړه کوله د افغانستان ولسونه اوپه تیره بیا دکابل ښاریان دهغو میلشو د جنایاتوشاهدان دی.
اوسنی سیمه ییز پولیس د پخوانی ملیشو نوی بڼه ده، په افغانستان کی د سیمه ییز پولیسو دجوړولو طرحه په لمړی ځل  د امریکا ښکیلاک ګرځواکونو قومندان دیویدپتریوس لخواه ورکړل شوه اود دریم شاه شجاع او د ( CIA ) جاسوس د۳۱۹۶ فرمان له مخی په کال ۱۳۸۹کی په رسمی ډول رامنځ ته شول.
دسیمه ییزپولیسودرامنځ ته کولو لاملونه
کله چی په ۲۰۰۵ کال کی د طالبانو له خواه په افغانستان کی دیانکی امپریالستانو په مشری د غربی هیوادنو په میشتو سرتیرو بریدنو زور واخیست اود افغانستان مزدورپوځ د جګړی په میدان کی خپله ناکامی ثابته کړه نوامریکایان د یو نوی ځواک درامنځ ته کولوپه لټه کی شول.
او د امریکا د ښکیلاک ګر پوځ لپاره ترټولو ارزانه اوسرسپارلی ځواکونه  محلی پولیس ښکاره شول، سیمه یزپولیسو له ۱۳۸۹ کال راهیسی تر اوسه لاندی جنایات ترسره کړی.
 ۱ - دبشرضد جنایات (قتل،جنسی تیری، اختطاف اوباج اخیستل) چی مونږ په دی لیکنه کی ددغو جنایاتو څو بیلګی تاسوته وړاندی کو.
۱ - په ۱۳۹۲کال دثور  میاشت کی دسیمه ییزو پولیسو دیوقومندان "محمدالله" پوری اړوند یوسیمه ییز پولیس  د لغمان ولایت  د شیرګړپه کلی کی یوبزګر د لفظی شخړی څخه ورسته په ډزوسره وواژه(بی بی سی).
۲ - په ۱۳۹۲ کال دجوزا په میاشت کی دسیمه ییزپو لیسو یو قومندان هغه وخت د قندوز ولایت دامام صاحب په ولسوالی کی دوبزګر په شهادت ورسول چی نوموړی ته یی دڅلورمنه غنموله ورکولو ‌ډډه وکړه.(دآزادی غږراډیو)
۳ - په ۱۳۹۱ کال کی سیمه ییزوپولیسو دقندوز ولایت دخان آباد په ولسوالی کی د یوه پیغلی انجلی سر له جنسی تیری څخه ورسته غوڅ کړ.(دطلوع تلویزیون).
۴ - په ۱۳۹۲ کال کی دی سیمه ییزویوقومندان " دعبدالحکیم شجاعی"  له خواه د ارزګان ولایت ۲۱ ملګی وګړی په شهادت ورسیدل.(کابل نیوز).
۵ - په ۱۳۹۳کال کی دهلمند ولایت دنهرسراج ولسوالی د شاخ الکوزو په کلی کی د اخترمحمد د کورنی دری غړی دمحلی پولیسو قومندان " سفرمحمد" وراره له خوا ووژل شول. "دخبریال خبری ویب پاڼه"
۶ - په۱۳۹۳کال کی د ارزګان په ولایت کی دعبدالقدیرپه نوم د محلی پولیسو یوقومندان دوه واکسیناتوران په ډزو وو‌ژل. (پژواک)
دا دهغه زرګونه پیښوڅخه یوڅوبیلګی وی چی مونږ د بیلګی په توګه ذکر کړی، له بلی خواه سمیه ییز پولیس په افغانستان کی دملیتی شخړو او انارشیزم لامل هم شوی دی مګرتر دی دمه هیڅ محلی پولیس د دغوسترو جنایاتو د ترسرکولو په جرم  محکمه شوی ندی، لاس پوڅی رژیم، ښکیلاک ګر پوځ او مزدوری رسنی هره ورځ د دغو جنایات کارانو په ګټه پراخ تبلیغات کوی او محلی پولیس د ولس ریښتینی او میړینی بچی معرفی کوی حال داچی دافغانستان پرګنی ددوی له لاسه تردی حده په عذاب دی چی د محلی پولیسو څخه دخلاصون لپاره له طالبانو سره همکاری اومرسته کوی. په اوسنی شرایطو کی دا دهر انقلابی ځوان دنده او رسالت دی چی ددغه کرغیړن ځواک اصلی څیره ولس ته روښانه او د دوی جنایات افشا کړی.
جاوید --  ۱۱/۱۰/۱۳۹۳

 


jawanan@gmail.com  
www.afghanistanrmy.org