ناورین پسی ناورین


تیرماښام دهلمند ولایت د سنګین ولسوالی دسروان کلا دریګی په کلی کی د واده په مراسمو د لاس پوڅی پوځ دڅلوروپوستو لخوا د غرنی هاوان ګولی ویشتل شوی چی په پایله کی د ناوی په شمول۶۰ولسی وګړی شهیدان اوتر۸۰ زیات کسان ټپیان شوی دی، ویل کیږی چی دوژل شویو ډیره برخه ښځی اوماشومان جوړوی.
د هلمند ولایت د ګوډاګی ولایتی شورا رئیس "محمد کریم اتل" د طلوع نیوز په نامه خصوصی تلویزیون "دیانکی امپریالستانو حنجره" سره په مرکه کی ویلی دی چی دسنګین پیښه په قصدی ډول رامنځ ته شوی او دا کار دیوی پوستی د قومندان له وسه اوتوان وتلی خبره ده، له بلی خوا دمیوند قول اردو مرستیال رسنیو سره په خبروکی په ډیره بی شرمی سره  ویلی دی چی  د واده د مراسمو ترڅنګ د دوی اوطالبانو ترمنځ جګړه روانه او د دوی عسکرو ولسی وګړی نه بلکه وسلوال طالبان په نښه کړی دی.
دا په داسی حال کی ده چی په همدی ورځي په کابل کی دیرغلګروځواکونه څخه په ظاهری اونمایشی بڼه لاس پوڅی رژیم پوځ ته د افغانستان دامنیت د لیږد پروګرام روان وه، دافغانستان دلاس پوڅی رژیم ګوډاګی پوځ د امنیت د اخیستو په لمړی ورځ سنګین په وینو رنګ کړاو دخپلو بادارانو په پله پل کیښود او د افغانستان دبی ګناه او مظلومو پرګنوپه وژلو سره د فریب نه ډک نقاب پریوت او د دغه لاس پوڅی رژیم د مزدوری اردو اصلی او کرغیړنه څیره ولس ته ښکاره شوه.
په افغانستان کی په واده او جنازی باندی خونړی بریدونه کومه نوی خبره نه ده، تردی دمخه هم د ننګرهار په هسکه مینه او د قندهار د شاه ولی کوټ په سیمه باندی یرغلګروځواکونو تندریز بریدونه کړی ول، چی په پایله کی دناوی په شمول په سلګونه د واده ګډون وال په شهادت رسیدلی ول.
په همدی حال کی دسنګین ولایت اوسیدونکو اودشهیدانو وارثینو د لشګرګاه په ولایت کی قهرجن لاریون کړی اودیوی پریکړه لیک په صادرولو سره د لاس پوڅی رژیم له مشرانو څخه د خپلو قاتلانو د محکمی غوښتنه کړی ده.
له بلی خواه دسنګین ولسوالی او د پیښی عینی شاهدانو رسنیو ته ویلی دی چی تیره ورځ د وسلوالو طالبانو په یوکمین کی د مزدوری اردو اته تنه سرتیری وژل شوی ول، د شاهدانو په وینا چی لاس پوڅی اردو دخپلو ملګرو غچ د واده له بی ګناه ګډون والو څخه واخیست.
د دریم شاه شجاع اود ( CIA
) جاسوس دغلامی په دوران کی زمونږ په زرګونه بی ګناه پرګنی د امریکایی یرغلګرپوځ او د لاس پوڅی اردو له خواه په شهادت رسیدلی چی دبیلګی په ډول د دهراود، شینډنډ، چارچینو، سجاوند.....خونړیوپیښی یادولی شوه.
خو د امریکایانو د نوی مامور"اشرف غنی" او د د ملی وحدت په نوم دسهامی شرکت  دکار له پیل څخه پرولسی وګړو باندی د یرغلګرو او لاس پوڅی رژیم د اردو له خوا بریدنو خورا زور اخیستی چی دبیلګی په ډول دلاندی پيښونه یادونه کولای شو.
۱- دکونړ ولایت په غازی آباد ولسوالی باندی دیرغلګرو ځواکونو له خواه هوایی برید چی په پایله کی شپږ ولسی وګړی شهیدان شول.
۲- د لغمان ولایت دعلیشنګ ولسوالی باندی دیانکی ځواکونو له خواه هوایی برید چی په ترڅ کی څلورتنه بی ګناه وګړی ووژل شول.
 ۳- دپکتیا ولایت د زرمت ولسوالی باندی د بی پیلوټه طیاری توغندیز برید چی په پایله کی د افغانستان ګن شمیر بی ګناه پرګنی په شهادت رسیدلی وی.
۴- د پروان ولایت د  غوربند ولسوالی د سیاه ګرد په دره ی باندی هوایی برید چی دنوموړی برید په ترڅ کی د مکتب پنځه زده کونکی په شهادت رسیدلی ول.
۵ – د لوګر ولایت دب رکی برک ولسوالی په آب جوش کلی د امریکایی ښکیلاک ګر پوځ هوایی برید چی په پایله کی ترلسو زیات ولسی وګړی په شهادت رسیدلی ول.
۶ - دهلمند ولایت د سنګین ولسوالی د سروان په نوم سیمه کی دریګی کلی د واده په مراسموباندی  د مزدوری اردو توغندیز برید چی په پایله کی د ناوی په ګډون تر۶۰ زیات ولسی وګړی شهیدان شول. دا په داسی حال کی ده چی دلاس پوڅی رژیم مشر او د یانکی امپریالیزم نوی مامور(اشرف غنی) رسنیو، مدنی ټولنی او دمسجد خطیبانو ته اخطار ورکړی چی په هر حالت کی د افغانستان پوځ څخه ملاتړ وکړی او د دوی په اړه مثبت تبلیغات وکړی.

ګرانوهیواد والو!
تاسو شاهد یاست چی په تیرو دیارلس کلو کی زمونږ مظلوم او بی ګناه ولس د یانکی امپریالستانو په مشری د غربی ښکیلاک ګروځواکونو له خوا په بیلابیلو ډولونو ووژل شو څوک یی په حجره کی وواژه اوڅوک یی په کرونده کی، څوک د واده په ورځ شهید شو او څوک هم په هدیره کی په شهادت ورسید.
دوی زمونږ ځوانان شهیدان او زمونږ میندی بوری کړلی دوی زمونږ بچی یتیمان اوښځي کونډی کړلی زمونږ کورنه یی ونړول او زمونږ باغونه او کروندی وسوځولی اوکه چیری د دوی د ظلمونو په وړاندی همداسی چپه خوله پاتی شو، د ظلم دا ناروا سلسله به همداسی دوام ومومی، نو درنو هیواد والو دحل لاره یوه لاره ده  د یو انقلابی قیادت ترمشری لاندی راغونډیدل اودښکیلاک ګرپوځ شړل اود لاس پوڅی رژیم ړنګول.
جاوید۱۴/۱۰/۱۳۹۳

 

 


jawanan@gmail.com  
www.afghanistanrmy.org