سره هدیره


جاوید۲۲/۳/۱۳۹۴
هری خواه ځوانان اوسپین ږیری د قبرونو تر څنګ او یا هم دشنو ونو ترسیوری لاندی ناست ول، کله چی د سخی داد اکا جسد خاوروته وسپارل شو،  ټولو په یوه خوله هغه ته د مغفرت او کورنی ته د صبردعا وکړه او د کلی په لور روان شول، لا د غره له لمنی څخه ښکته شوي نه ول چی په آسمان کی یوه سپینه الوتکه را ښکاره شوه، یو ځوان وویل ورونو ځانونه ګوښه کړی چی بی پیلوټه الوتکه مو په نښه نکړی.
یو سپین ریږی په لوړ آواز وویل د رحمان زویه لکه چی لیونی شوي یی له مونږ سره څه کار لری، په همدغی وخت کی د الوتکی کین لوری څخه سره رڼا ولیدل شوه او د سترګو په رپ سره دخلکو له منځ څخه یوه توره لوخړه پورته شوه هری لوری ته ځوانان اوسپین ریږی په وینو کی لت پت پراته ول، د چا لاس نه وه او د چاسر او ټوله هدیره په وینو سره شوه .
هوکی ګرانو هیواد والو!
دا خونړی او زړه بوږنوکی برید د آمریکایی یرغلګرو ځواکونو له خوا د خوست ولایت دعلیشیرو په ولسوالی کی د یوی جنازی په مراسم باندی ترسره شو چی په پایله کی څلوردیرش تنه ملکی وګړی ووژل شول او کابو شپیته تنه پکی مرګونی ټپیان شول.
په خوست ولایت کی دلاس پوڅي رژيم، بی واکه چارواکو وویل چی وژل شوی کسان ټول د دولت وسلوال مخالفین دی، همدا رنګه په کابل کی د لاسپوڅی رژیم ځينو ویاندویانو په ډیره بی شرمی سره وویل چی برید دطالبانو د یو لوړ پوړی قومندان په جنازی باندی ترسره شوی دی چی پایله کی یوشمیر طالب قومندانان او جنګیالی وژل شوی دی، حال دا چی د وژل شویو طالبانو جنازه اکثره وخت د ملکی وګړو له لوری ترسره کیږی او تر ډیره بریده طالبان د امنیتی دلایلو له وجهی د خپلو ملګرو د جنازی مراسموته نه ورځي، خو په لاس پوڅي پارلمان کی د خوست تش په نوم یوه استازی دا په ډاګه کړه چی جنازه د طالب قومندان نه بلکه د کوچیانو دیوه مشر وه، او وژل شوي اوټپیان ټول ملکی وګړی دی.
سره له دی هم په ارګ کی د آمریکایانو ګوډاکي تر اوسه هم خپل د بادارانو په دغه بشری ضد اقدام باندی چپه خوله پاتی شوی دی او په دی اړه تر دی دمه یوه خالی اعلامیه هم خپره کړی نده.
د اشرف غنی اوعبدالله په مشری ګډ سهامی شرکت  د امنیتی قرارداد(دهیواد دخرڅلا سند) په ترڅ کی آمریکایی یرغلګر ځواک ته د افغانستان د بی ګناه پرګنو د وژلو صلاحیت ورکړی دی، د دغه تور او له شرمه ډک قرار داد په بنسټ د افغانستان ګوډاګی او بلواکه رژیم دهیڅ آمریکایی پوځی د محکمی حق نلری.
له بلی خواه په تیرو دیارلس کلونو کی د هیواد هر کلۍ اوبانډه د امریکایی یرغلګر پوځ له خواه بمبارد شوی چی په ترڅ کی زمونږ په زرګونه هیوادوال په کی وژل شوی، چی دبیلګی په ډول دڅو زړه بګنوکو پیښو یادونه په لنډه توګه کوو.
۱ دهرات ولایت دشینډنډ په ولسوالی هوایی برید چی په ترڅ کی تر دری سوه زیات ولسی وګړی شهیدان شوی ول.
۲ دقندهار ولایت دشاولی کوټ په ولسوالی کی د جنازی په مراسموبمبارد.
۳ دننګرهار ولایت دهسکی مینه کی په سیمه کی د واده په مراسمو باندی هوایی برید چی دناوی په ګډون پکی ګڼ ولسی خلګ وژل شوی ول.
۴ دلغمان ولایت دعلینګار په ولسوالی کی په هغه ښځوبمبارد چی دلرګیو د راوړلو لپاره دکلی غره ته تللی وی.
۵ دلوګر ولایت دسجاوند په سیمه باندی دیرغلګر ځواک خونړی برید چی په ترڅ کی ترسلو زیات لوګریان وژل شوی ول.
د پورتنیو پیښو ترڅنګ د افغانستان په ګوټ ګوټ کی پر ولسی خلګو باندی د ښکیلاک ګر پوځ له خوا پراخ هوایی او ځمکنی بریدونه شوی چی په هر برید کی  زمونږ یوشمیرولسی وګړی شهیدان شوی، له بلی خوا په بګرام، ګوانتانامو او دآمریکا په نوروپټو زندانوکی په زرګونه افغانان د آمریکایی ځواکونو له خوا سخت شکنجه شوی( د آمریکایی ځواکونو په زندانو کی د افغانستان دبی ګناه خلکوسره خورا بد سلوک شوی، په دغه زندانونو کی بندیان وهل شوی په سپیانو داړل شوی اوجنسی تیری پری شوی).
خوتر اوسه لاس پوڅي رژیم د چی د حاکمیت بی شرمانه دعواه لری د یوی پیښی پوښتنه او سپیناوی هم  ندی کړی، دا ځکه چی دا رژیم د پوښتنی توان نلری، ځکه چی نوکر اوغلام دی اوهیڅکله هم غلام له خپل بادار څخه د پوښتنی حق او حثیت  نلری.
ګرانو هیواد والو!
که چیری زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د آمریکا  یرغلګر ځواک شتون ولری مونږ به تل د داسی غمیزو شاهدان وسو ( په وار وار سره  به د علیشر، سیاه ګرد، آب جوش د شینډنډ، شاولی کوټ او سجاوند  په څیر غمیزی به تکرارشی) ځکه چی د امپریالستی ځواکونو خاصیت د ولسونو وژل او زورول دی، ترڅو چی دوی شته مونږ به وژل کیږو. د دی ناورین نه د خلاصون، یوازنی لاره ملی  پاڅون او مقاومت دی، مونږ باید د یرغلګر ځواک د شړلو او د لاس پوڅی رژیم د ړنګولو لپاره ملی، ولسی او انقلابی مقاومت پیل کړو.

 

جنبش انقلابی جوانان افغانستان
نشانی: www.afghanistanrmy.org
پست الکترونیکی ( ایمیل ) :  jawanaan@gmail.com