طلوع ټلویزیون دلاسی پوڅی اردو رسمی ویاند


کله چی ۲۰۰۱ کال کی زمونږ ګران هیواد افغانستان دیانکی امپریالیزم په مشری
د
غربی امپریالیستی ښکیلاکګرو هیوادنو لخوا اشغال شو، ورسره پردی پالی اومزدوری رسنی (چاپی، غګیزی، تصویری اوانلاین ویب پاڼی) هم لکه پسرلنی مرخیړیو غوندی د هیواد په ګوټ ګوټ کی را شنی شولی. په افغانستان کی عموماْ رسنی په دری کټه ګوریو باندی ویشل کیږی.
لمړی ډول: د امپریالستی هیوادنو پوری تړلی رسنی لکه (طلوع، لمر، خورشید، یک اوآریانا ټلویزیونونه؛ آزادی، کلید اوبیان راډیوګانی د جامعه باز اوهشت صبح ورځپاڼی) نوموړی رسنی دغربی امپریالستانو د مستقیم نظر لاندی نشرات او خپرونی کوی او د اکثرو مالکان یاسهم لرونکی یی دغربی هیوادنو وګړی دی.
دویم ډول: د سیمی د استخباراتو پوری تړلی رسنی لکه (تمدن، جوان، ژوندون اوشمشاد  ټلویزیونونه؛ ظفرراډیو؛ انصاف او سروش ملت ورځپاڼی) دا رسنی دسیمی د استخباراتو لخوا تمویلیږی او دهغوی د پالسی سره سم خپرونی کوی چی دبیلګی په بڼه د تمدن ټلویزیون خپرونی ته اشاره کولای شو چی د ایران د سپاه پاس داران په امر او د ستورخپرونی کوی.
دریم: د پخوانی تنظیمی مشرانو پوری تړلی رسنی ( دعوت، آئینه، نګاه، میترا، کهکشان، کابل نیوز آرزو او راه فردا ټلویزیونونه؛ آموزګار او سپوږمی راډیوګانی؛ ماندګار، وحدت سرنوشت، شهادت، نسل سوم اومحور ورځپاڼی) 
پورتنی رسنی په ټولیزه او لویه کچه دآمریکا په مشری دغربی امپریالستانو او ده دوی لخوا جوړشوی لاس پوڅی رژیم په ګټه تبلیغات اوخپرونی کوی خو په ټيټه او وړه سطح کی دا رسنی د مذهبی، سمتی اوژبنی اختلافاتو ته لمن هم وهی. پورتنی مزدوری رسنی له څوغټو ستونزو رنځ وړی، چی دبیلګی په توګه له څوعمده ستونزو څخه یادونه کوو.
۱: غیرمسلکی والی
۲: د لمړی لاس معلومات نه درلودل
۳: مبتذلی خپرونی
۴: اخلاقی فساد
په دی نوموړیو رسنیو څخه د طلوع ټلویزیون ترڅيړنی لاندی نیسو، د طلوع ټلویزیون په ۲۰۰۴ کال کی د  USAID په مالی اود ۱۸آمریکایی اواسترالیایی مشاورینوپه تخنیکی مرسته دسعد محسنی له لوری په کابل کی په کار پیل کړ، سعدمحسنی له دی د مخه په ۲۰۰۳کال کی د مابی ګروپ په نوم یورسنیزمرکز جوړکړی وه، د آزادی راډیو د راپور په اساس مابی ګروپ هرکال تر شپیتومیلیونو ډالرو پوری ګټه کوی. ویل کیږی چی سعدمحسنی د ټام فریټسن لخوا چی په آمریکا کی دM   په نامه یو ټلویزیون مالک هم دی  رابرټ مورډاګ ته معرفی شو، مورډاګ چی یو اسرائیلی الاصله آمریکایی  ملیاردر دی، درسنیو په برخه کی دنړی په بیلابیلوهیوادنو کی  پراخه پانګه ونه کړی ده  رابرټ مورډاګ په ۲۰۱۲ کال کی دمیلیونو ډالرو په ورکولو سره دمابی ګروپ ۳۳سلنه سهام واخیستل.
په ۲۰۰۹کال کی په کابل کی د آمریکا سفارت د طلوع ټلویزیون مشر ته یوه چورلکه ورکړه ترڅو د ټلویزیون د کارونو د چټک والی لپاره ترینه کار واخلی، ویل کیږی چی سعد محسنی د ریچارد هالبورک سره هم نږدی اړیکی درلودلی او محسنی د نوموړی په مستقیم امر او دستور دمابی ګروپ خپرونی عیاره ولی.
لکه څنکه چی مو وویل طلوع ټلویزیون د آمریکا لخوا جوړشوی دی او آمریکا ورته نشراتی پالیسی جوړه وی، په دی اورستیوکی د آمریکا یرغلګرپوځ لخوا طلوع ټلویزیون ته دنده سپارل شوی چی دافغانستان د لاس پوڅی رژیم دمزدوری اردوپه اړه مثبت تبلیغات وکړی.
څو اوونی وړاندی دطلوع ټلویزیون لخوا د افغانستان د بلواکه رژیم د تروریستی اوضد انسانی ریاست "د امنیت ریاست" په اړه یو اړخیزه اوغولونکی راپور نشر شو، په دغه راپور کی طلوع ټلویزیون دیو رسنیز مرکز پرځای دامنیت ریاست دویاند دنده په غاړه درلوده، دامنیت ریاست چی دلاس پوڅی رژیم په پوځی ادارو کی ترټولو بدنامه او بیرحمه اداره ده او دافغانستان دمظلوم اولس په وژلو اوزورولوکی پراخ لاس لری، مګر په دغه راپور کی د دغی ریاست منسوبین ملی اتلانو په توګه معرفی شوی ول، حال دا چی د دغه ریاست منسوبین په حقیقت کی نه یوازی ملی اتلان ندی بلکه ملی خاینین دی.
دهمدغو شرمونکو راپورنو اوخپرونی په لړکی تیره اوونی دطلوع ټلویزیون د قاب ګفتګو په نامه یوی خپرونی د لاس پوڅی اردو لپاره یوه ځانګړی پروګرام جوړ کړی وه، دنوموړی خپرونی کارکونکی (ابراهیم عابد دعامه نظم، احمدپوپل دامنیت ریاست، حفیظ محمدی داردو، قسیم ابراهیمی د سرحدی پولیسو، فرزانه صمیمی ، ازیتا او فرخنده آرزو دپولیسوجامی په تن کړی وی) او ددغه لاس پوڅو اوغلاموځواکونو لپاره یی تبلیغات کول.
په دغه خپرونه کی دلاس پوڅی اردو غړی ملی اتلان، د ملی وحدت هنداره او دوطن ساتونکی معرفی شول حال داچی دغه اردو نه یوازی دوطن ساتونکی ندی، بلکه دا یوه لاس پوڅی  اردو ده چی د یرغلګرو ځواکونو په مستقیم مالی اولوجستکی مرسته روزل شوی ده، دا اردو یوازی، او یوازی د افغانستان دبی ګناه ولسونو د وژلو او زمونږ د کلیو د ویجاړولو دنده په غاړه لری، دغی اردو په تیرو لس کلونو کی زمونږ په زرګونه ځوانان په شهادت رسولی دی چی دهلمند دسنګین، ګرشک او نوزاد خونړی پیښی د دغو جنایاتو ښکاره بیلګی بلل کیږی.
۲۴/۱۰/۱۳۹۳
جاوید

جنبش انقلابی جوانان افغانستان
نشانی: www.afghanistanrmy.org
پست الکترونیکی ( ایمیل ) :  jawanaan@gmail.com