داځل لوګرپه وینو رنګ شو


جاوید۶/۱۰/۱۳۹۳
سهار اته بجی کیدونکی وی راختونکی لمر خپلی زرینی وړانګی پاشلی، کلیوال لا په خپلو کورونو کی ول، دلوګر سهارنی وږمه په ګرمیدو وه چی دبرکی برک په شنه آسمان باندی دښکیلاګ ګر پوځ کرغیړنی الوتکی راڅرګندی شوی.
هوکی تیره ورځ بیا د هیواد  د مظلومو پرګنو له پاره په غم لړلی ورځ وه تیره ورځ یوځل بیا دهیواد شاه زلمیان دآمریکایی تروریستانو له خوا په وینو ولمبیدل او د وطن مور یی د خپل د بچیانو دغم په ټغر باندی یوځل بیا کینوله، دا په داسی حال کی ده چی دسیاه ګرد دشهیدانو وینی لا ندی وچی شوی، چی د لوګر غمیزه رامنځ ته شوه.
بلی هیواد والو!
تیره ورځ د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالی د (آب جوش) کلی د آمریکا  هوایی ځواکونو له خوا بمبارد شو، چی په ترڅ کی په لس ګونه ولسی وګړی شهیدان اوټپیان شول  دبرکی برک ولسوالی لپاره د لاس پوڅی رژیم ولسوال (رحیم آمین) د برید پخلی کړی او زیاته کړی چی وژل شوی اوټپیان ټول ولسی وګړی دی چی شمیر یی لس تنو ته رسیږی اوټول د یوی کورنی غړی دی.
تیره اونی هم د آمریکا یرغلګرځواک په یو هوایی برید کی د پروان ولایت د غوربند ولسوالی سیاه ګرد په کلی کی۵ تنه زده کونکی په شهادت رسیدلی ول، هغه وخت د آمریکایانو مشهور ګوډاګی او د لاس پوڅی رژیم د پارلمان غړی(عبدالستارخواصی) د قهریدلو پرګنو دآمریکایی ضد احساساتو کابو کولو لپاره د آمریکایانو له خوا په مستقیم امر سیمه ته تللی  وه ترڅو د ډاډکیرنی په پلمه ولس د هرځل په څير وغولوی او د یرغلګر ځواک په واړندی د ولسی پاڅون مخه ډب  کړی نوموړی غلام د شهیدانو کورنی ته په ډیره بی شرمی سره د رسنیو په وړاندی وویل چی ستاسی د شهیدانو د وینو پوښته به هرومرو کوی او تاسوته به له مرکزی دولت څخه د انصاف غوښتنه کوی.
مونږ هغه وخت د خونړی شپی ترسرلیک لاندی په یوه لیکنه کی ویلی ول چی د مکار خواصی راتک د ښکیلاک ګر ځواک په دستور ترسره شوی او یواځنی موخه په سیاه ګرد کی د پرتو پرګنو د احتمالی اقدام شنډول او دولس په اور اوبه اچول دی چی کټ مټ هم داسی وشول دسیاه ګرد د پیښه نه کابو یوه میاشت تیریږی خوله هغی ورځی راهیسی هیڅ چا د خواصی په شمول هم دسیاه ګرد دپیښی په اړوند څه ونه ویل، لکه څنګه چی د سیاه ګرد خونړی پیښه هیره شوه د آب جوش واقعه هم غیر له دی کوم بل سرنوشت نلری، داځکه چی د اشرف غنی اوعبدالله په مشری ګډ سهامی شرکت  د امنیتی تړون (دهیواد دخرڅلاو سند) په ترڅ کی آمریکایی یرغلګر ځواک ته د افغانستان د بی ګناه پرګنود وژلو صلاحیت ورکړی دی، د دغه تور او له شرمه ډک تړون په بنسټ د افغانستان ګوډاګی او بلواکه رژیم دهیڅ آمریکایی پوځی د محکمی حق نلری. له بلی خواه په تیرو دیارلس کلونو کی دهیواد هر کلی او بانډه د امریکایی یرغلګر پوځ له خواه بمبارد شوی چی په ترڅ کی زمونږ په زرګونه هیوادوال په کی وژل شوی، چی دبیلګی په ډول دڅو زړه بګنوکو پیښو یادونه په لنډه توګه کوو.
۱ دهرات ولایت دشینډنډ په ولسوالی هوایی برید چی په ترڅ کی تر دری سوه زیات ولسی وګړی شهیدان شوی ول.
۲ دقندهار ولایت دشاولی کوټ په ولسوالی کی د جنازی په مراسموبمبارد.
۳ د ننګرهار ولایت دهسکی مینه په سیمه کی د واده په مراسمو باندی هوایی برید چی د ناوی په ګډون ګڼ ولسی خلګ وژل شوی ول.
۴ د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالی کی په هغه ښځو بمبارد چی د لرګیو د راوړلو لپاره د کلی غره ته تللی وی.
۵ د لوګر ولایت د سجاوند په سیمه باندی دیرغلګر ځواک خونړی برید چی په ترڅ کی ترسلو زیات لوګریان وژل شوی ول.
د پورتنیو پیښو ترڅنګ د افغانستان په ګوټ ګوټ کی پرولسی خلګو باندی دښکیلاک ګرپوځ له خوا پراخ هوایی اوځمکنی بریدونه شوی چی په هر برید کی  زمونږ یوشمیرولسی وګړی شهیدان شوی، له بلی خواپه بګرام، ګوانتانامو او د آمریکا په نورو پټو زندانونو کی په زرګونه افغانان د آمریکایی ځواکونو له خوا سخت شکنجه شوی ( د آمریکایی ځواکونو په زندانوکی د افغانستان د بی ګناه خلکوسره خورا بد سلوک شوی، په دغه زندانونو کی بندیان وهل شوی په سپیانو داړل شوی اوجنسی تیری پری شوی).
خوتر اوسه لاس پوڅي رژیم دی چی د حاکمیت بی شرمانه دعواه لری د یوی پیښی پوښتنه او سپیناوی هم  ندی کړی، دا ځکه چی دا رژیم د پوښتنی توان نلری، ځکه چی نوکر اوغلام دی اوهیڅکه هم غلام له خپل بادار څخه د پوښتنی حق او حثیت  نلری.
ګرانو هیواد والو!
که چیری زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د آمریکا  یرغلګرځواک شتون ولری مونږ به د داسی غمیزو شاهدان وسو ( بار بار به د شینډنډ، شاولی کوټ اوسجاوند  په څیرغمیزی به تکرارشی) ځکه چی د امپریالستی ځواکونو خاصیت د ولسونو وژل اوسوځول دی، ترڅوچی دوی شته مونږ به وژل کیږو نو د خلاصون لاره یوه ده د پاڅون او مقاومت لاره مونږ باید د یرغلګر ځواک دشړلو او د لاس پوڅی رژیم د ړنګولو لپاره ملی ولسی اوانقلابی مقاومت پیل کړو.

 

***********************