موږ دتلی دیارلسمه په ډیر درنښټ سره نمانځو او دا ورځ دنوی ډموکراتیک غورځنګ د بنسټ ایښودنی شپیتمه کلیزه ده. موږ ددغی ورځی په مناسبت ټولو انقلابی ځواکونو او دنوی ډموکراتیک غورځنګ ټولو منسوبینو ته مبارکی وایو او له ټولو انقلابی ځواکونو او وګړو څخه غوښتنه کوو چی دغه ورځ په ډیر شانداره ډول ولمانځي او ددې نیکمرغي ورځی نه په مناسبه توګه درناوی وکړې.
ددې تاریخ ورځی یادونه او درناوی به انقلابی ځواکونه او وګړی وګډ عمل ته وهڅوې او پر سکتاریزم باندی د اغیزمن ګذار لامل وګرځی.
موږ هیله لرو چی ټول انقلابی ځواکونه او وګړی دمبارزی بیړنی اړتيا درک او تیت او پرک کیدو ته دپاې ټکی کښیږدی او دهیواد دټولو انقلابی ځواکونو ترمنځ په عمل او نظر کی دیو والی او همغږي په لور ګامونه او چت کړی
دانقلابی ځواکونو او وګړو ترمنځ همغږې نه یواځی چی غورځنګ پیاوړې کوی بلکی دروح او روانې له پلوه ارتجاعي ځواکونه کمزوری کوی. ځکه ارتجاعي ځواکونه پدې ښه پوهیږې چی دانقلابی ځواکونو یو والی او همغږې دطالبانو د زور زیاتې او ددوی دامپریالیستی ملاتړو دظلمونو پر وړاندې یو ملي پر خلګو ولاړ انقلابی پاڅون رامنځته کولای شی.
همدا راز باید هیر نکړو چی طالبان دامریکاېې امپریالیستي اشغالګرو سره د سازش له لاری دوهم ځل واک ته ورسیدل او هیواد نورهم دامریکایی امپریالیستي اشغالګرو په وینو لړلی منګلو ته ولوید. یا په بل عبارت سره افغانستان لا هم یو نیمه فیوډالی ـ استعماری بنه لری. نو که موږ و توانیږو چی د یو والی او همغږې کړی ټینګ په لاس کی وساتو او په ګډه داسلامی امارت او دهغوی دامپریالیستی اشغالګر ملاتړو پروړاندي مبارزه وکړو او دا ولسونو دمبارزو ترڅنګ په ټینګه ودریږو نو ډیر ژر به وټوانیږو چی یو پراخ ملی پرخلګو ولاړ انقلابی مقامت رامنځته کړو
ترټولو بیړنی مبارزاتی دنده چی زموږ په وړاندې پرته ده هغه دادی چی په هیواد کی دننه او بهر دټولو انقلابی ځواکونو او وګړو ترمنځ همغږی او یو والی رامنځ ته کړو او ددې یو والی له لارې موږ کولای شو خپلی لیکې پیاوړې او پراخ کړو او په ډاډ سره ویلای شو چی که داسی یو والی را منځ ته شی موږ به دراتلونکی بدلېدونکو شرايطو سره په پوره چمتو والي دګواښونو سره مبارزه وکړو او خپل پرمختګ ته دوام ورکړو
نو ځکه موږ نه یواځی داچی دوړاندې طرحی «دانقلابی ځواکونو ترمنځ یو والی او پیوستون» دلا پراختیا او یووالی لپاره زیار او کوښښ خپله دنده بولو, بلکی د اخیستل شوی ګامونو دټینګښت او پیاوړتیا لپاره هڅو ته دوام ورکوو ترڅو هغه شرایط او وضعیت چی دمبارزاتی رکود لامل گرځیدلی بدل کړو.
په خواشینی سره باید ووایو چی دلسیزو راهیسې پر غورځنګ باندی نه همغږی او پاشل کيدل مسلط دی. زموږ دنده او رسالت دی چی داصولي او علمی مبارزی له لاری په ډیره حوصله مندی سره دغه خواره واره کیدل له منځه یوسو. په پام کی باید ولرو چی ځنی تسلیم طلبه ډلې او کسان ددې طرحی څخه نا راضه او تر ډیره حده کوښښ کوی چی دهغه په وړاندی خنډ رامنڅته کړې.
موږ باید په ډیر زیرکی او هوښیار تیا سره دهغوی دهڅو مخه ونیسو او دا ثابته کړو چی دانقلاب دپرمختګ په لار کی ټینګ ولاړ یو.
موږ باید تر ډیره حده کوښښ وکړو چی دنوې ډموکراتیک غورځنګ دڅلویښتمی لسیزې روښانه تاریخی میراث او یادونه تازه وساتو او په اصولی ډول دهغه دوام تضمین کړوو.
موږ د «نوی ډموکراسی» خپرول دنوې ډموکراسی داندیښو دخپرونکی په توګه خپروو او پوره باور لرو چی دابه په هیواد کی دانقلابی ځواکونو دیووالي او پیوستون ټه لاره کی ګټور او نور هم پراحتیا ومومي. او د«نوی ډموکراسي» نشریه به دڅلویښتمي لسیزې شعله جاوید په څیر خپل اغیز پریږدې.
موږ یو ځل بیا له ټولو انقلابی ځواکونو او کسانو څخه غوښتنه کوو چی دیووالي او همغږی په لار کی دی نور نه تم کیږې او دبیړنی مبارزاتی اړتیا په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړې.
مخ پر وړاندې — د هېواد د انقلابي قواوو تر منځ د اتحاد او همغږۍ په لور!
“د افغانستان د انقلابي قواوو د اتحاد او انسجام کمیټه“
۱۳ میزان ۱۴۰۴ هجري لمرې